مقالېنړیوال کریکټ

د هندي مبصر لخوا سریلانکایي مبصر ته پېغور : ستاسو لوبډله به کوالیفای کوي او افغانستان به یې نه کوي.

اکېش چوپړا او سریلانکایی ارجونا راناتونګا د کرکټ نړۍ مشهور مباصرین شمیرل کیږي.دوی وخت نا وخت د خپلو هیوادونو د لوبډلو په اړه بیلا بیل مثبت او منفي نظریات وړاندې کوي.

دا چې د هند کرکټ ملي لوبډله د انګلستان په دوره بوخت ده او په ورته وخت کې یې دوهمه ملي لوبډله سریلانکا ته د سیالیو لپاره لاړه.

خو د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې پخواني کپتان او اوسني کمینټیټور ارجونا راناتونګا پخپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي وو،چې سریلانکا کرکټ بورډ باید د هند دوهمې کرکټ ملي لوبډلې کوربتوب نه وای ترسره کړئ.د نوموړي اشاره دېته وه چې باید د هند اصلي لوبډلو کوربتوب یې کړی وای.

د نوموړي یادې څرګندونې په هندي مبصر اکېش چوپړا باندې ښې ونه لګیدې او سمدستي یې ارجونا ته یو ځواب ورکړ.

” حقیقت دا دی چې افغانستان به نړیوال جام ته کوالیفای نه کوي.خو تاسو مجبور یاست چې نړیوال جام ته کوالیفای وکړئ.سریلانکا اوسمهال ډیره کمزوري لوبډله ده،تاسو به انګلستان کې د دوی سیالۍ لیدلي وي.”

“داسې احتمال هم شته چې سریلانکا لوبډله به بیخي “سوپر دوولس” پړاو ته لار ونه مومي.خو له بلې خوا به افغانستان لوبډله پکې شتون ولري.”

نوموړي ارجونا ته په ځواب کې زیاتوي،دا منم چې پدې دوره کې به کوهلي،بومرا او نور لوبغاړي نه وي،خو دا پدې معنا نده چې دا کوم لوبغاړي هلته درغلي،ملي ټیم لوبغاړي ندي.بلکې یوازې نوم یې دوهم ټیم یا “ب” ټیم دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې