افغانستان کریکټریکارډونه

د افغانستان کرکټ ملې لوبډلي پخوانی ریکارډ چې بیا تازه شو!

ټیسټ، یو ورځنۍ او شل اوریزه لوبو کې داسي لوبډلي شته، چې په یوه لوبه کې یې د زیاتو منډو جوړولو ریکارډ جوړ کړی وي.

تاسو خبریاست، چې ټيسټ، یو ورځنۍ او شل اوریزه لوبه کې کومه لوبډله په یوه لوبه کې د زیاتو منډو جوړولو ریکارډ له ځان سره لري؟

ټیسټ لوبه کې، چې یاد ریکارډ له ځان سره لري هغه د سریلانکا کرکټ ملې لوبډله ده، چې د ټیسټ لوبي په یوه لوبه کې یې د هندوستان کرکټ ملې لوبډلي پروړاندي په ۱۹۹۷ کال کې ۹۵۲ منډي جوړي کړي وې.

یو ورځنیۍ یا پنځوس اوریزه لوبه کې، چې دا ریکارډ له ځان سره لري هغه د انګلستان کرکټ ملې لوبډله ده، دې لوبډلي په ۲۰۱۸ کال کې د اسټرالیا  کرکټ ملې لوبډلي پروړاندي په یوه لوبه کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۴۸۱ منډي جوړي کړې، چې دا د په یوه لوبه کې د یو ورځنیو لوبو لوړ ټارګیټ دی.

او په شل اوریزه لوبه کې، چې دا ریکارډ له ځان سره لري، هغه د افغانستان کرکټ ملې لوبډله ده، چې په ډېر لږ وخت کې یې د کرکټ په هره لوبډله ځان وپېژندئ او اوس په کرکټ کې ځان ته جلا نوم او پیاوړي لوبغاړي لري، دې لوبډلي په ۲۰۱۹ کال کې د ایرلینډ کرکټ ملې لوبډلي پروړاندي په یوه شل اوریزه لوبه کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۷۸ منډي جوړي کړي وې، چې دا منډي په شل اوریزه لوبو کې تر ټولو لوړ هدف شمارل شوی.

درې هغه لوبډلي، چې دا ریکارډ له ځان سره لري

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې