بهرني لوبغاړي

تبریز شمسي له راشد خان څخه مننه کړې ده!

د سویلي افریقا د کرکټ ملې لوبډلي او د شل اوریزه لوبو لومړی نمبر توپ اچونکي تبریز شمسي له راشد خان څخه د هغه ټویټ په اړه مننه کړې ده.

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلي ځوان لوبغاړي راشد خان ارمان، تبریز شمسي ته د ویسټ انډيز پروړاندي د هغه د ځلېدو وروسته په ټويټر کې هغه ته لیکلي،، د لاښه ځلېدو په هیله، او هغه ته یې لیکلي، چې ډیر ښه توپ اچونه، مبارک دي شه،،

د دې څرګندونو څخه وروسته د نړۍ دې پیاوړي توپ اچونکي د راشد خان د ټویټ سره لیکلي،، ډیره مننه وروره، زه کوښښ کوم، چې د توپ اچوني په برخه کې ستا څخه ډیر څه زده کړم.

شمسي د ویسټ انډیزی پروړاندي په پنځو لوبو کې ۷ لوبغاړي وسوځول او د ښې توپ اچونې پر مټ یې د ویسټ انډيز څخه یې سویلي افریقا ته په ۳-۲ سریز ور وګټئ، او دا سلو توپ اچونکی د ټول سریز غوره لوبغاړی وټاکل شو.

تبریز شمسي اوس د شل اوریزه لوبو په نړیواله درجه بندۍ کې د ۷۵۰ نمرو په درلودلو سره د جدول په لومړي ځای کې، راشدخان ارمان د ۷۱۹ نمرو په درلودلو سره د جدول په دوهم ځای کې او بل افغان لوبغاړی مجیب الرحمن د ۶۸۷ نمرو په درلودلو سره د جدول په شپږم ځای کې شتون لري.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې