نړیوال کریکټ

انګلستان سریلانکایۍ کرکټ ملي لوبډله تش لاس کور ته ستانه کړه.

د کوربه انګلستان او سریلانکا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د شل اوریزه سیالیو وروسته یو ورځنۍ لوبې هم د انګلستان په بریا پای ته ورسېدې.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د درې یو ورځینیو سیالیو لړۍ دریمه او وروستۍ لوبه هم ترسره شوه چې پکې سریلانکا لوبډلې د ټولو لوبغاړو سوځېدو په سر ۱۶۶ منډې وکړې.

وروسته په لوبه کې باران پیل شو چې انګلستان ته د توپ وهنې نوبت په لاس ورنه راغی او لوبه مساوي اعلان شوه.

په دې سره انګلستان د درې یو ورځینیو سیالیو لړۍ دوه پر صفر وګټله، د لړۍ غوره لوبغاړی ډیویډ ویلي اعلان شو.

لدې وړاندې د درې شل اوریزه سیالیو لړۍ هم انګلستان درې پر صفر ګټلي وه چې سریلانکا کرکټ ملي لوبډله یې تش لاس کور ته ستانه کړه.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې