دلوبغاړو په اړهریکارډونهلیګونه

نوین الحق لا هم په انګلستان کورنیو لوبو کې پاچاهي روانه کړې

نوین الحق د انګلستان په ویټالټي بلاسټ شل اوریزو سیالیو کې خپلو ښو لوبو ته دوام ورکړی دی او تراوسه بیا کوم بالر له هغه څخه لومړی مقام ندی نیولی.

په لومړیو کې،که څه هم نوموړی د ویکټو اخیستلو په برخه کې په دوهم مقام کې روان و.خو وروسته له نورو بالرانو وړاندې شو او لومړي مقام ته ورسیده او تراوسه په یاد مقام قرار لري.

نوین الحق تراوسه په یادو سیالیو کې ۱۲ لوبې کړي چې د ۲۱ ویکټو په اخیستلو سره د زیاتو ویکټو اخیستوونکو بالرانو په لیست کې لومړۍ مقام له ځان سره لري.

له نوین الحق وروسته په دوهم مقام ویسټ انډیزی کرلوس براتویټ دی چې نهو لوبو کې یې ۱۸ ویکټې اخیستي دي.

تراوسه په یاد لیګ کې د جنوبي زون څخه د قیس احمد اړوند کېنټ لوبډله د جدول په سر کې ځای لري.تراوسه یې ۱۱ سیالۍ کړي چې ۷ یې ګټلي او درې یې بایللي او ۱۵ نمرې له ځان سره لري.

د شمالي زون څخه ناټنګمشایر لوبډله په لومړي مقام قرار لري چې یوولسو لوبو کې یې اوه ګټلي او یوه یې بایللي ده.

د یادونې وړ ده چې په ویټالټي بلاسټ سیالیو کې ټولې اتلس کوانټي لوبډلې قرار لري چې په دوو ګروپونو شمالي زون او جنوبي زون باندې ویشل شوي دي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې