لیګونه

متحده عربي امارات د پنځم پړاو ابوظبي لس اوریزه کرکټ لیګ پیلوي.

ټاکل شوې ده چې پنځم پړاو ابوظبي لس اوریزه کرکټ لیګ به د روان کال د نومبر میاشتې ۱۹ مې نېټې څخه د ډیمبر تر ۱۴ مې نېټې ترسره شي.

تمه کیږي چې پنځم پړاو لس اوریزه کرکټ لیګ به د کریس ګیل، محمد شهزاد، نیکولاس پورن او کیرون پولارډ په څېر د نړۍ مشهوره لوبغاړي ګډون وکړي.

د ټورنمینټ په تېر فصل کې مجموعی اته لوبډلو برخه درلوده ، بنګله ټایګرز ، ډیکن ګلیډیټرز ، ډهلی بولز ، پونا ډیویلز ، ماراټا عربیانز ، قلندرز ، نرترن واریرز او ټیم ابوظهبي.

ډیلي بولز ته په اتو ویکټو ماتې ورکولو سره د نیکولس پورن په مشرۍ کې نرترن وایرز د څلورم فصل اتلولي وګټله او د دوهم ځل لپاره یې د اتلوالۍ جام پورته کړ.

ټاکل شوې ده چې روان کال به د هندوستان غوره لیګ پاتې سیالۍ او هم شل اوریزه نړیوال جام د عربي اماراتو په کوربتوب ترسره شي.

د راپورونو له مخې چې عربي امارات به پنځم پړاو لس اوریزه کرکټ لیګ د نومبر ۱۹ مې نېټې نیولي د ډسمبر تر ۱۴ مې نېټې پیل کړي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې