مقالې

شپږیزه لیګ د کرونا په پلمه لغوه خو کابل کې د کایل پریمر لیګ ته اجازه ورکړل شوه.

ټاکل شوې وه چې د روان ۲۰۲۱م کال کې شپږیزه کرکټ لیګ ترسره شي، افغان کرکټ بورډ د یاد لیګ لوبډلې نیلامۍ ته وړاندې کړې او هم یې د لوبغاړو پېر یا اخیستلو ثبت نام پروسه پیل کړه.

د شاوخوا یوې میاشتې وروسته افغان کرکټ بورډ په یوه خپره شوي اعلامیه کې وویل چې د کرونا وایروس له امله د روغتیا وزارت لارښونو پر بنیاد یې د روان کال شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ لغوه اعلان کړې.

اوس تازه کابل کې یو شخصي لیګ ترسره کیږي چې پکې لس لوبډلې ګډون کوي، د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ترڅنګ، نولس کلن، ایمرجینګ، الف لوبډلې او د کورني کرکټ مهم لوبغاړي په یاد لیګ کې ګډون کوي.

افغان کرکټ بورډ دغه شخصي لیګ او هم د افغان کرکټ بورډ سره قرار داد لرونکو لوبغاړو ته «این او سي» یا احازه کارت ورکړی دی.

د افغان کرکټ مینه وال او مبصرین په دې اند دي چې شپږیزه کرکټ لیګ د کرونا له امله نه، بلکې د اقتصادي ستونزو له امله ځنډول شوی دی، که څه هم د افغانستان کرکټ بورډ مشر فرهان یوسفزي څو ورځې وړاندې د خبري کنفرانس پرمهال وویل چې دوی بودیجه لري، هېڅ ډول اقتصادي مشکل نلري.

خو شپږیزه کرکټ لیګ ځنډول، د ملي لوبډلې لپاره د سیالۍ نه شتون، د ملي لوبډلې ترڅنګ د افغانستان نولس کلنه، ایمرجینګ او د الف لوبډلې نه شتون په ګوته کوي چې افغان کرکټ بورډ له اقصتادي ستونزو سره مخ دی.

موده وړاندې د بنګله دیش خلاف د افغانستان الف لوبډلې سیریزونه لغوه شول چې بنګله دیش کرکټ بورډ د افغانستان په ځای د ایرلینډ الف لوبډلې ته بلنه ورکړه.

همدغه راز ټاکل شوي وه چې د افغانستان په کوربتوب د افغانستان او بنګله دیش نولس کلنو ترمنځ یو شمیر سیالۍ ترسره شي چې بنګله دیش او افعان کرکټ بورډونو یاد خبر تایید کړی هم وو.

موده وروسته بنګله دیش کرکټ بورډ پاکستانۍ نولس کلنه لوبډله دعوت کړه چې په خپل کوربتوب یې ورسره یو لړ سیالۍ ترسره کړې.

د افغانستان ملي، الف او نولس کلنې لوبډلې پرلپسې لړۍ لغوه کول یې ځنډېدل یو ښه ثبوت دی چې افغان کرکټ بورډ له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دی.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې