نړیوال کریکټ

سویلي افریقا ویسټ انډیز ته په وروسۍ سیالۍ کې ماتې ورکړه او لړۍ یې ترې وګټله.

د سویلي افریقا او ویسټ انډیز ترمنځ د پنځو شل اوریزه سیالیو لړۍ پای ته ورسېده چې پکې سویلي لوبډلې درې د دوه په وړاندې بریا خپله کړه.

په سیالۍ کې سویلي افریقا د ټاس ګټلو وروسته لومړۍ توپ وهنه ترسره کړه چې شل اورونو کې یې د ۴ لوبغاړو سوځېدو په سر ۱۶۸ منډې وکړې.

کوینټن ډیکاک ۶۰ او ایډم مرکرم ۷۰ منډې وکړې، ویسټ انډیز ته فیډل ایډورډز ۲، ترڅنګ یې عبید مککی او ډیون براوو یوه یوه ویکټ ترلاسه کړه.

ویسټ انډیز د ټاکل شوي هدف په تعقیب د لوبې شل اورونو کې د ۹ لوبغاړو سوځېدو په سر ۱۴۳ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ۲۵ منډو په توپیر وبایلله.

ایون لیوس ۵۲ او شیمرون هټمیار ۳۳ زیاتې منډې جوړ کړې، سویلي افریقا ته لونګي نیګډي درې، رباډا او مولډر دوه دوه ویکټې ترلاسه کړې.

په دې سره لوبه سویلي افریقا لوبډلې وګټله او د پنځو شل اوریزه سیالیو لړۍ یې هم درې د دوه په وړاندې وګټله.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې