دلوبغاړو په اړه

زه د هیچا د توپ وهنې سټایل نه بدلوم، زه د هغوی په تخنیک کار کوم او … محمدیوسف د خپلې روزنې رازونه افشا کوي.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی او د کورني کرکټ اوسنی روزونکی محمد یوسف وایي چې زموږ کوشش وي ترڅو یو لوبغاړي په بنیادي شي باندې کار وکړو.

محمدیوسف وایي کله چې لوبغاړي کمپ ته راځي، د سختې ګرمۍ سره سره هم هغوی په زیاته کچه زیار باسي او کمپ ته د ښه فرفامنس سره راځي.

محمد یوسف وایي چې هغه د لوبغالي د باندې هم د لوبغاړو سره ګوري او خپلې ګټورې تجروبې له هغوی سره شریکوي.

محمد یوسف زیاتوي چې هغوی د لوبغاړو سره زیار باسي او لومړی یې په بنیادي کارونو کار کوي، د هغوی سټایل سره کومه ستونزه یا د هغوی سټایل بدلول نغواړي، بلکې د هغوی په تخنیک باندې کار کوي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې