ریکارډونهولایتي سیالۍ

د ډیلي کریکټر په شل اوریزه لوبه کې د ۱۷ شپږیزو په مټ غبرګه سلیزه جوړه او ریکارډ یې ثبت کړ.

د وخت په تېرېدو سره کرکټ چټک شوی، او د کرکټ مینه وال هم چټکه لوبه خوښوي، په نړیوال کرکټ کې انډري رسل، کریس ګیل، اې بي ډیویلرز او یو شمیر نور داسې لوبغاړي شته چې په چټکه لوبه شهرت لري او دغه فارمټ کې یې سلیزې هم ترلاسه کړي دي، خو په شل اوریزه فارمټ کې هېڅ کوم لوبغاړي غبرګه سلیزه نده جوړې کړي.

تازه د کلب لیول ټورنمینټ په یوه شل اوریزه سیالۍ کې د ډهلي کلب لوبغاړي «سبوده بهټي» د ۱۷ شپږیزو په مټ په ۷۹ توپونو ۲۰۵ منډې ترلاسه کړي دي.

سبوده بهټي چې د هندوستان رنجي ایالت سره تعلق لري د ډیلي کلب په ګټه لوبیږي، ډیلي کلب د سبوده بهټي ۲۰۵ منډو پر مټ مخالف لوري ته په ۲۰ اورونو کې د یو لوبغاړي سوځېدو په سر ۲۵۶ منډې هدف ورکړ، مخالف لوری په ۱۹۹ منډو وسوځېدو او لوبه یې د ۵۷ منډو په توپیر وبایلله.

سبوده بهټي دوهم لوبغاړی دی چې شل اوریزه لوبه کې غبرګه سلیزه ترلاسه کوي، له نوموړي وړاندې په ۲۰۱۸ م کال کې د «سنګیم» په نوم یو لوبغاړي د کلب لیول سیالیو کې د ۲۱ شپږیزو په مټ غبرګه سلیزه ترلاسه کړې وه.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې