دلوبغاړو په اړه

د انګلستان په کورنۍ سیالیو کې ضیاءالرحمان اکبر یوځل بیا ښه وځلېدۀ

د افغانستان ځوان کیڼ لاسي ورو توپ اچوونکي ضیاء الرحمن اکبرد انګلستان په کورنۍ سیالیو کې تېر په څیر بیا ښه توپ اچونه ترسره کړه.

ضیاء الرحمن اکبر په پرونۍ لوبه کې د خپلې لوبډلي لیتم کرکټ کلب لپاره د ۱۴ منډو په ورکولوسره ۵ لوبغاړي سوځولي دی، دا دوهم ځل دی چې ضیاء په لوبه کې پنځه لوبغاړي سوځوی.

تر دې مخکې په تېره لوبه کې ضیاء په لوبه کې په ۹ اورونو کې ۱۳ منډو په ورکولو سره هم پنځه لوبغاړي سوځولي وه، دا سلو توپ اچونکی دا دی یو وار بیا وتوانېدی، چې ښه توپ اچونه ترسره کړي، په دې سره د یاد لوبغاړی په ۵ لوبو کې ویکټي ۲۱ ته ورسېدې.

د انګلستان په لوبغالو کې ورو توپ اچونه سخت وي، خو د افغانستان دا ځلانده ستوری د یاد هیواد په کورنیو سیالیو کې یې ښه پیل کړی دی او ښه روان دی.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې