افغانستان کریکټمقالې

افغان کرکټ ملې لوبډلي شل اوریزه لوبو کې په زیاتو شپږیزو کې دوې قوي لوبډلي شاته پریښي

د کرکټ په ډګر کې لس لوبډلي زیاتي مشهوري دي، چې په هغو کې د افغانستان کرکټ ملې لوبډله هم شامله ده او اوس په نړۍ کې په زیات شمېر مینوال لري دا لوبډله.

افغان کرکټ ملې لوبډلي په شل اوریزه لوبو کې تر سریلانکا او بنګله دیش لوبډلي په زیاتو شپږیزو کې مخته لوبډله ده او په ۸ ځای کې شتون لري، په دې لیکنه کې لس هغه لوبډلي درپېژنو، چې په شل اوریزه لوبو کې یې زیاتي شپږیزي وهلي وي.

لومړي ځای کې د ۲۰۱۶ کال نړیوال شل اوریزه جام ګټونکې لوبډله ویسټ انډیز ده، دې لوبډلي تر دې دمه پوري ۱۳۵ شل اوریزه لوبي ترسره کړي دي، چې په دې لوبو کې یې ۸۸۰ شپږیزي ترسره کړي دي، په دوهم ځای کې د نیوزلینډ لوبډله د ۸۷۹ شپږیزو په وهلو سره شتون لري، دریېم ځای کې د اسټرالیا لوبډله د ۷۹۳ شپږیزو په وهلو سره شتون لري.

هند لوبډله په شل اوریزه لوبه کې د زیاتو شپږیزو وهلو په څلورم ځای کې قرار لري دې لوبډلي ۷۶۱ شپږیزي وهلي دي، پاکستان د ۷۲۳ شپږیزو په وهلو سره پنځم ځای کې، سویلي افریقا د ۷۲۱ شپږیزو په وهلو سره په شپږم ځای کې، د دې ترڅنګ د نړۍ قوي لوبډله انګلستان د ۷۱۳ شپږیزو په وهلو سره د جدول په اوو ځای کې.

افغانستان کرکټ ملې لوبډله، چې د کرکټ راتګ ته یې دومره زیات وخت نه کیږي نسبت نورو لوبډلو ته، خو دې لوبډلي اوس په ټوله نړۍ ځان پېژندلی، افغانستان تر دې دمه پوري ۸۴ شل اوریزه لوبي ترسره کړي دي، چې په دې لوبو کې یې ۵۴۷ شپږیزي وهلي دي، نهم ځای کې سریلانکا د ۵۱۲ شپږیزو په وهلو سره شتون لري او په لسم ځای کې د بنګله دیش لوبډله د ۴۰۰ شپږیزو په وهلو سره قرار لري.

لس پیاوړي لوبډلي

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې