دلوبغاړو په اړهمرکې

وهاب ریاض: نه پوهیږم چې ټاکوونکي ډالګۍ له سنیئر لوبغاړو سره کومه ستونزه لري!

وهاب ریاض د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې هغه پخوانی تجربه کاره لوبغاړی دی چې د انګلستان دورې لپاره په لوبډله کې ندی انتخاب شوی.

نوموړي پخپلو وروستیو څرګندونو کې د لوبډلې څخه د ډراپ کیدو په اړه ویلي،پدې نه پوهیږي چې سلیکټران یا د لوبډلې ټاکوونکي ډالګۍ د هغه په شمول د سنیئر او تجربه کارو لوبغاړو نه اخیستلو سره کومه ستونزه لري.

هغه ویلي،د نوموړي هیله دا وه چې د انګلستان دورې ته له انتخاب کیدو وروسته به نړیوال شل اوریز جام سکواډ ته ځای خپل کړي،خو اوس داسې ښکاري چې د نوموړي هیلې به پوره نشي.

“زه نه پوهیږم چې ټاکوونکي ډالګۍ له تجربه کارو لوبغاړو سره کومه ستونزه لري.شاید ځوانو لوبغاړو دېته غوږ ایښي وي چې څه هغوی ورته ویلي وي.سنیئر لوبغاړي همیشه په موضوعاتو کې مداخلې کوي او اړ دي چې قناعت ورکړي.”

“که څه هم هیلې مو له لاسه ورکړي،خو بیا هم خپلو هیلو ته تسلیم نه یم او امید لرم چې نړیوال شل اوریز جام ته به لوبډله کې ځای خپل کړم.زما خپل فکر دا دی چې سنیئر لوبغاړي چې کارکردګۍ یې هم کړي وي او له بلې خوا فېټ هم وي،باید په لوبډله که یې د اخیستلو په اړه فکر وشي.”

د پاکستان ټاکوونکي ډالګۍ مشري هم د مصباح الحق په غاړه ده.په نوموړي زیاتره وخت د پخوانیو لوبغاړو لخوا انتقادونه کیږي چې سنیئر او تجربه کاره لوبغاړي قصداً په یوه پلمه له لوبډلې کیښنوي.

دا یوازې وهاب ریاض ندی چې په ټاکوونکي ډالګۍ انتقادونه کوي،لدې وړاندې شعیب ملک،محمد حفیظ،محمد عامر او نورو لوبغاړو هم په مصباح الحق مخامخ انتقادونه کړي وو.

وهاب ریاض پدې خواشیني هم وښوده چې د انګلستان له دورې څخه ډراپ کړل شوی دی.

ټاکل شوي چې پاکستان کرکټ ملي لوبډله به د انګلستان په دوره کې له کوربه هیواد سره درې پنځوس اوریزې او څو شل اوریزې لوبې ترسره کړي او له هغې وروسته به د ویسټ انډیز په دوره روانه شي او هلته به له کوربه هیواد سره پنځه شل اوریزې او دوه ټیسټ لوبې ترسره کړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې