نړیوال کریکټ

انګلستان د پاکستان خلاف پنځوس اوریزه سیالیو ته لوبډله اعلان کړه.

د انګلستان کرکټ بورډ تازه د پاکستان خلاف د درېو پنځوس اوریزه سیالیو لپاره خپله ۱۶ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

دغه سیالۍ چې د کرکټ نړیوالې شورا «ورلډ کپ سوپر لیګ» په چوکټ کې شاملي دي د دواړو هېوادونو لپاره خورا ارزښت لرونکي دي.

پاکستانۍ لوبډله تازه د شپږم پړاو پاکستان سوپر لیګ پای ته رسېدو وروسته انګلستان ته سفر کوي، خو انګلستان لوبډله په خپل کور کې د نیوزیلینډ وروسته له سریلانکا لوبډلې سره په سیالۍ بوخته ده.

ټاکل شوې ده چې د پاکستان او انګلستان ترمنځ د دریو پنځوس اوریزه سیالیو لړۍ د روانې جولاۍ په ۸ مه نېټه پیل شي، چې ورپسې به د جولاۍ په ۱۰ مه او ۱۳ مه نېټه دوهمه او دریمه یورځنۍ لوبه ترسره شي.

د انګلستان لوبډلې نوملړ:

ایون مورګن «لوبډلمشر» ټام کرن جیسن رای معین علي لیام ډاسن ډیویډ ویلي جوني بیرسټو جورج ګارټن کریس ووکس ټام بانټن لیام لیویوستون مارک ووډ سم بلینګز عادل راشد سام کران او جو روټ.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې