کورني لوبغاړيلیګونه

شارک لوبډلې لوبډلې د راشدخان ورتلو ته خوښي ښودلې خو راشدخان اماراتو کې دی

د انګلیستان هېواد ویټالیټي بلاسټ شل اوریزه سیالۍ چې د جون په ۹ پیل شوي دي لاهم دوام لري، دې سیالیو کې ځینې افغان لوبغاړي هم اخستل شوي دي، خو راشد خان د شلو ورځو تیریدو وروسته لاهم خپلې لوبډلې سره نه دی یوځای شوی، مګر لوبډلې یې د هغه ورتلو ته خوښي څرګنده کړې.

د راشد اړوند لوبډلې سسیکس شارک کرکټ نن پر خپله رسمي ټویټر پاڼه لیکلي چې هیله ده تاسو ژر وګورو راشدخان، راشد هم د هغوی ځواب ورکړی دی هغه هم لیکلي زه هم خوښ یم چې تاسو ژر وګورم، د همدې کرکټ ویب سایټ د معلوماتو له مخې چې راشدخان اوس په اماراتو کې دی.

هغوی لیکلي “راشدخان به د جولای په اوله له اماراتو څخه د انګلیستان په لور حرکت وکړي، او دلته له رارسیدو وروسته به د حکومتي قوانینو په اساس قرنطین شي او له قرنطین وروسته به په پاتې لوبو کې له موږ سره برخه واخلي موږ هغه ته په تمه یوو”

دې لوبو ته د راشدخان د وروسته ورتګ علت دا و چې هغه د پاکستان هېواد په سوپر لیګ سیالیو کې ولوبیده او ددې سیالیو د پای وروسته غواړي انګلیستان ته ورشي او هغو لوبو کې برخه واخلي خو نوموړی اوس اماراتو کې دی او سبا پنج شنبه د جولای په اوله به انګلیستان ته پرواز وکړي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې