لیګونه

پي ایس ایل:اسلام اباد یونائیټډ لوبډلې په لسو ویکټو بریا خپله کړه.

د پاکستان سوپر لیګ سیالیو په دوام تیره شپه یوه لوبه ترسره شوه چې پکې اسلام اباد یونائیټډ لوبډلې په لسو ویکټو کویټه ګلډیئټرز لوبډلې ته ماتي ورکړه.

کویټه ګلډیئټرز لوبډلې شل اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو ۱۳۳ منډې جوړې کړې، د کویټې لپاره توپ وهنه کې وېدرلډ تر ټولو ډیرې ۴۳ منډې جوړې کړې.

اسلام اباد یونائیټډ له لوري توپ اچونه کې محمد وسیم،محمد موسی او حسن علي دوه،دوه ویکټې ترلاسه کړې، اکیف جاوید او شاداب خان یوه،یوه ویکټ ترلاسه کړه.

ټاکل شوی هدف اسلام اباد یونائیټډ لوبډلې د لوبې په لسم اور کې بې لدې چې کوم لوبغاړی له لاسه ورکړي پوره کړ او په لسو ویکټو یې کویټه لوبډلې ته ماتي ورکړه.

د اسلام اباد یونائیټډ لوبډلې له لوري کولین مونرو زبردسته لوبه وکړه او په ۳۶ توپونو یې ۹۰ ناسوځیدلي منډې جوړې کړې.

د نوموړي توپ وهنه کې ۵ شپږیزې او ۱۲ بونډرې شاملې وې، همداشان عثمان خواجه ورسره ښه لوبه وکړه او ۴۱ ناسوځیدلي منډې یې وکړې.

کولین مونرو د سیالۍ غوره لوبغاړی اعلان شو، ياده دې وي چې په یاده لوبه کې کوم افغان لوبغاړي شتون نه درلوده.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې