افغانستان کریکټ

په وروستیو کالونو کې د شکیب الحسن پرلپسې غلطۍ او مغروري د مینه والو زړونه مات کړل، هغه غلطې کړنې چې شکیب الحسن په تېرو دوه کالونو کې ترسره کړې.

د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې الراونډر «شکیب الحسن» اوس هغه نوم دی چې تل د فساد او نورو غلطو کړنو سره جوخت یادیږي.

شکیب الحسن که څه هم په کرکټ کې یو غوره استعداد دی چې د کالونو راهیسې په ټیسټ او یو ورځنیو سیالیو کې د لومړي مقام الراونډر ویاړ له ځان سره لري، خو وروستۍ کړنې یې هغه څه دي چې په کور دننه او بهر یې د مینه والو زړونه مات کړل.

نوموړي تېره ورځ د بنګله دیش کورنۍ سیالۍ لوبې پر مهال لوبڅار ته د «البي ډبلیو» اپیل وکړ چې د لوبڅار تر رد کولو وروسته نوموړي لومړۍ ویکټ په پښه ووهله وروسته یې درې واړه ویکټې وویستې او په ځمکه یې وویشتې.

نوموړي د دغه کار وروسته ورړسته په خپله فیسبوک پاڼه د مینه والو څخه بښنه وغوښته، او یاده یې کړه چې راتلونکي کې به ورته عمل ترسره نه کړي.

د مینه والو غبرګون ترڅنګ یو خبریال هم ورته کمینټ کې لیکلي دي” دا لومړی ځل ندی چې موږ د شکیب الحسن داسې کړنه ګورو، بلکې موږ اوس د شکیب الحسن تېروتنو سره عادت یو، ترڅو چې شکیب ژوندی وي داسې ډېرې تېروتنې او غلطي به وویم.

شکیب الحسن په ۲۰۱۸ کال کې د فساد له امله د دوه کلن کرکټ بندیز سره مخ و، له هغې وروسته نوموړي د بنګله دیشۍ کرکټ ملي لوبډلې سره نیوزلینډ ته هم سفر ونه کړ او د خپلې کورنۍ سره یې استراعت ته لومړیتوب ورکړ.

له هغې وروسته چې بنګله دیش سریلانکا ته هم سفر کاوه شکیب الحسن د خپل کرکټ بورډ څخه په «ای پي ایل» کې د اجازې او سریلانکا ته نۀ سفر غوښتنه وکړه.

په وروستیو دوه کالونو کې د شکیب الحسن او بنګله دیش کرکټ بورډ ترمنځ اړیکې خورا ترینګلي دي چې د ګڼ شمېر مینه والو زړونه یې هم مات کړي دي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې