مقالې

پاکستان کرکټ بورډ : غواړو چې د کرکټ نړیوالې شورا «ای سي سي» د پنځو ټورنمېنټونو حقوق ترلاسه کړو.

کرکټ نړیوالې شورا د ۲۰۲۴ کال نه تر ۲۰۳۱ کال پورې د نړیوالو پنځوس اوریزو،نړیوالو شل اوریزو او چمپیون ټرافي سيالیو په ګډون اته جامونه اعلان کړل چې پدې موده کې به یې ترسره کوي.

پاکستان کرکټ بورډ هم سر له اوسه ای سي سي ته غوښتنلیک ثبت کړی دی او په هغې کې يې یادونه کړې چې د پنځو ای سي سي جامونو کوربتوب د هغوی ته ورکړل شي.

تراوسه ښکاره نده چې پدې پنځو جامونو کې یوازې ای سي سي چمپیون ټرافي سيالیو کوربتوب شامل دی او که د نورو نړیوالو جامونو د کوربتوب غوښتنه یې هم کړي ده.

د معلوماتو له مخې چې پاکستان کرکټ بورډ د نړیوالو پنځوس اوریزو،شل اوریزو او چمپیون ټرافي سيالیو د کوربتوب غوښتنه کړي ده.

پاکستان لدې وړاندې د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۱ کال د ای سي سي نړیوالو جامونو کوربتوب امتیاز له ځان سره لرو،خو پاکستان کې د امنیتي حالتو له کبله دغه جامونه له پاکستان بهر ترسره شول.

پاکستان ۲۴ کاله وړاندې په ۱۹۹۶ میلادي کال کې د سريلانکا او هندوستان سره یو ځای د یاد جام کوربتوب ترسره کړی دی،خو له هغې مودې راهیسې پاکستان بیا د ای سي سي نړیوالو ټورنمېنټونو کوربتوب ندی ترسره کړی.

پاکستان کرکټ بورډ وایي،اوس د پخوا په څير ندي او زیاترو نړیوالو لوبډلو پدې وروستیو کې پاکستان ته د سيالیو لپاره سفرونه کړي او کومه ویره یې نده احساس کړې.

له همدې کبله پاکستان کرکټ بورډ اوس هڅه کوي چې یو ځل بیا د نړیوالو ټورنمېنټونو کوربتوب یا امتیاز ترلاسه کړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې