نړیوال کریکټ

هربجن سینګ وایي هندوستان له روهیت شرما او شبمن ګېل څخه ډېرې تمې لري

د هندوستان تجربه لروونکی سلو بالر هربجن سینګ ویلي چې هندوستان د راتلوونکې ټیسټ چمپینشیپ سیالیو پایلوبه کې له روهیت شرما او شبمن ګېل څخه ډیرې تمې لري او دوی کولای شي په دې لوبډله کې مهم رول ولوبوي.

کرکټ کنټري ویب سایټ د هربجن له قوله لیکلي چې هند لوبډله کې د روهیت شرما او شبمن ګېل رول د اوپنرانو په توګه ډېر مهم دی او دوی باید د راتلوونکې چمپینشیپ پایلوبې لپاره ددې لوبډلې کلیدي لوبغاړي و اوسي، هغه په دې نظر دی که که دوی دواړه تر ۴۰۰ شاوخوا پورې ملګرتیا وکړي نو هند به بریا ته ورسوي.

ځکه دا به د هند لپاره ډېره مهمه وي چې له پیل څخه اغاز وکړي روهیت او ګېل دواړه تکړه دي، نوموړی وایي چې شبمن ګیل د اسټرالیا خلاف دریو ټیسټ لوبو کې ۲۵۹ منډې جوړې کړې وې او د انګلینډ خلاف یې په کور دننه څلور لوبو کې ۱۱۹ منډې جوړې کړې وې نو دی کولای شي روهیت سره ښه ملګرتیا وکړي.

دغه هندي توپ اچوونکي د نورو موضوعاتو ترڅنګ دا هم ویلي چې که دوی ښه ملګرتیا وکړي نو وروسته ویرات کوهلي او نور لوبغاړي کولای شي هدف په اسانۍ سره لوړ یوسي.


ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې