دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

هارډيک پانډيا: غواړم چې د نړيوال جام په ټولو لوبو کې توپ اچونه ترسره کړم.

د هند کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړي هارډيک پانډيا پخپلو تازه او وروستيو څرګندونو کې ويلي دي،هڅه یې روانه کړې چې ټول فېټنیس برابر کړي او په راتلوونکي نړیوال جام سيالیو کې د خپلې لوبډلې په ګټه توپ اچونه ترسره کړي.

هارډيک پانډيا چې د هند کرکټ ملي لوبډلې یو مهم او پیاوړی لوبغاړی شمیرل کیږي،نوموړی څه موده وړاندې د ملايې ټپونو سره مخامخ وو او زیاتره وخت به یې د هند لپاره توپ اچونه نه ترسره کوله.خو اوس نوموړي یو ځل بیا په توپ اچونه هم خپل کار پيل کړی دی.

«ان د ملايې د عملیاتو وروسته زما په توپ اچونې سفیډ کې کوم تغیر ندی راغلی.غواړم چې راتلوونکي نړیوال جام کې د توپ اچونې لپاره خپل فېټنیس برابر کړم.زه نه غواړم چې پنځوس سلنه د خپلې لوبډلې لپاره لوبه ترسره کړم.بلکې غواړم چې سل سلنه د خپلې لوبډلې لپاره لوبې ترسره کړم.»

هارډيک پانډيا د هندوستان پریمیر لیګ سيالیو کې د ممبۍ انډيانز لوبډلې سره دی،خو نوموړی هلته زیاتره وخت د ښه هیټينګ لپاره ساتل شوی وي.

یاده لوبډله د ټرنټ بولټ،بومرا په څير پیاوړي بالران لري او زیاتره وخت د نوموړي توپ اچونې ته ضرورت نه پيښيږي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې