دلوبغاړو په اړهلیګونه

نوین الحق د انګلستان ټي ټونټي بلاسټ سیالیو کې زبردسته توپ اچونه وکړه.

د انګلستان ټونټي بلاسټ سیالیو پر مهال تیره ورځ اته لوبې ترسره شوې،د نوین الحق اړوند لیسسټر شاير لوبډله د دربیشایر لوبډلې لخوا له سختې ماتي سره مخ شوه.

که څه هم لوبډلې یې لوبه بایلوده،مګر نوین الحق پکې خپله وړتیا ثابته کړه.

دربیشآیر لوبډلې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو شل اورونو کې ۲۰۹ منډې جوړې کړې او ۲۱۰ منډې هدف یې وټاکه.

د لیسسټرشایر لوبډلې لخوا په توپ اچونه کې نوین الحق څلورو اورونو کې ۲۶ منډې ورکړې او ۳ ویکټې یې ترلاسه کړې.

په توپ وهنه کې نوموړی بیا په صفر اوټ شو.

د دوی لوبډلې ټاکل شوي هدف په مقابل کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو ۱۹ اورونو کې ۱۸۶ منډې وکړې او سیالي یې په ۲۳ منډو توپبر بایلوده.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې