دلوبغاړو په اړه

راشدخان: د زیاتو بریاو د ترلاسه کولو لپاره غلي مه کینئ


د افغان لوبډلې پیاوړی سلو توپ اچوونکی راشدخان چې اوس مهال د پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې په لوبو بوخت دی او تر دې دمه کامیاب توپ اچوونکی دی وایي چې د زیاتو بریاو د ترلاسه کولو لپاره زیات کار وکړئ.

نوموړی چې د پاکستان په سوپر لیګ سیالیو کې له لاهور قلندر لوبډلې سره لوبیږي تیره ورځ یې ددې لوبډلې لپاره پینځه ویکټې واخستې چې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

هغه له همدې لوبې وروسته پر خپله رسمي ټویټر پاڼه لیکلي چې ډیر سخت کار تاسو ته ډیرې بریاوې په نصیب کوي یعنې د زیاتو بریاو د ترلاسه کولو لپاره زیات کار وکړئ بلکې غلي مه کینئ.

راشدخان چې په افغان کرکټ ملي لوبډله کې یو ترټولو مصروف لوبغاړی دی او تر ډیره د کال په اوږدو کې په خارجي سفرونو کې مصروف وي د زیاتو هڅو او تجربو په ترلاسه کولو سره په یو نړیوال ستوري مشهور دی چې د کرکټ د نړۍ ستر او لوی لوی لوبغاړي یې وروسته پريښي دې.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې