دلوبغاړو په اړه

د سویلي افریقا پخواني لوبډلمشر کوینټین ډي کوک څرکنده کړه چې ولې د پاکستان سفر پرمهال د ذهني فشار سره مخ شوی و.

د سويلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې پياوړي ویکټ ساتوونکي لوبغاړي کوینټن ډي کوک د ویسټ انډيز خلاف د سلیزې جوړولو وروسته د خبري کنفرانس پر مهال وویل، چې نوموړی د سويلي افریقا لوبډلې کپتانۍ څخه نه وو ستړی شوی،بلکې پاکستان کې د قرنطین او د اسانتیاوو نه شتون له کبله سخت په تنګ شوی وو.

نوموړي وویل،د پاکستان دورې پر مهال دوی یوازې په یوه هوټل خونه کې دېره کړل شوي وو او دوی ته هیڅ ډول اسانتیاوې نه وې برابرې شوې او همدا لامل وو چې نوموړی په ذهني لخاظ لدې پړاوه نور په تنګ شوی وو.

ډي کوک وویل،که څه هم ما سويلي افریقا کرکټ بورډ ته وویل چې زه د لوبو څخه استراحت ته اړتیا لرم.خو دوی دا فکر کاوه چې ګواکې ډي کوک کپتاني نشي ترسره کولای،خو په حقیقت کې داسې نه وه او د پاکستان له قرنطین څخه مو سخت زړه په تنګ شوی وو.

ډي کوک یادې څرګندونې پداسې مهال مخې ته راځي چې نوموړی اوسمهال د ویسټ انډيز په دوره کې د سویلي افریقا لوبډلې برخه دی او لومړی ټيسټ لوبه کې يې د خپل ټيسټ کرکټ کیریر تر ټولو ډيرې ۱۴۱ ناسوځيدلي منډې جوړې کړې.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې