مرکې

د سلیکشن کمېټې پخواني مشر ویرات کوهلي او د هغه لوبډلې ته نوې مشوره ورکړې ده


د هندوستان کرکټ کنټرول بورډ (بي سي سي آی) پخواني مشر سرندیپ سینګ هند لوبډلې ته د راتلوونکي یوولس کسیزه سکواډ چې د نیوزلینډ خلاف یې ټاکې د انتخاب په برخه کې مشوره ورکړې ده.

دغه پخوانی مشر وایي داسې ښکاري چې هند به په یوولس کسیزه سکواډ کې جدیجا ته ځای ورکړي خو که چیرته هند څلور تېز توپ اچوونکي لوبوي نو بیا د جدیجا پرځای غوره ده چې رویچندرا اشوین لوبډلې ته انتخاب شي ځکه نوموړی کولای شي بال او بیټ دواړه خواوې کنټرول کړي.

د کرکټ کنټري ویب سایټ د معلوماتو له مخې اشوین او جدیجا دواړه د هندوستان لپاره کلیدي لوبغاړي دي ویرات کوهلي هم ددوی په وړتیا ښه باور لري نو دوی دواړه کولای شي د هند لپاره مهم ثابت شي.

ټاکل شوې چې هندوستان له نیوزلینډ لوبډلې سره د روانې میاشتې په اتلسمه نېټه د ټیسټ چمپینشیپ سیالیو پایلوبه ترسره کړي، دا لوبه په ساوت همټون کې ترسره کیږي اوس مهال دواړه لوبډلې دغه لوبغالي ته رسیدلي دي.


ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې