نړیوال کریکټ

انګلستان د سریلانکا خلاف شل اوریزه سیالیو ته لوبډله اعلان کړه چې کریس ووکس له شپږ کلن ځنډ وروسته شل اوریزه فارمټ ته راکرځېدلی دی.

انګلستان کرکټ بورډ د سریلانکا خلاف د درې شل اوریزه سیالیو لپاره خپله «۱۶» کسیزه لوبډله اعلان کړه چې چټک توپ اچونکی «کریس ووکس» له شپږ کلن ځنډ وروسته د انګلستان شل اوریزه فارمټ برخه وګرځېده.

ترڅنګ یې ډیویډ ویلي او لیام ډاوسن هم د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې ۱۶ کسیز نوملړ کې ځای کې ځای خپل کړی دی.

ټاکل شوې ده چې د کرکټ نړیوالې شورا «ای سي سي» لخوا شل اوریزه کرکټ نړیوال جام د روان کال په وروستیو کې د هندوستان او یاهم متحده عربي اماراتو په کوربتوب پیل شي، له همدې انګلستان کرکټ سلیکشن کمېټې او روزونکو ډله تر ډېره سینئر لوبغاړو ته د لوبېدو چانس ورکړی دی.

د مهال ویش له مخې به د سریلانکا او انګلستان ترمنځ لومړۍ شل اوریزه لوبه د جون په ۲۳ مه نېټه ترسره شي، ورپسې به د ۲۴ مه او ۲۶ مه نېټه دوهمه او دریمه شل اوریزه لوبه ترسره شي.

د انګلستان لوبډلې شل اوریزه فارمټ دپاره ۱۶ کسیز نوملړ:

ایون مورګن «لوبډلمشر» معین علي ، جوناتن بیروسټو ، سیم بیلینګز ، جوس بټلر ، سم کرن ، ټام کرن ، لیام ډاوسن ، کریس جورډن ، لیام لیونسټون ، ډیویډ ملان ، عادل راشد ، جیسن رای ، ډیویډ ویلي ، کریس ووکس او مارک ووډ.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې