مقالې

افغان کریک انفو ته باوري سرچینو تایید کړه چې محمد شهزاد همدا شیبه د کرکټ بورډ په مرکزي دفتر کې ناست دی.

د پرون راهیسې په سوشل میډیا یو ډول خبر خپریږي چې ګواکي د افغان لوبډلې ویکټ کیپر توپ وهونکی «محمد شهزاد محمدي» د افغان لوبډلې کمپ څخه ایستل شوی او د هغه سره ډېر بد سلوک شوی دی.

خو افغان کریک انفو ته د کرکټ بورډ یو چارواکي ومنله چې محمد شهزاد سره هېڅ داسې کومه رویه نده ترسره شوې، نوموړي چارواکي زیاته کړه چې محمد شهزاد همدا شیبه د افغان کرکټ بورډ مرکزي دفتر کې ناست دی، هغه وویل چې ملي لوبغاړي د افغانستان اتلان دي او قدرداني یې لازمي ده.

باید یاده کړو چې افغان کرکټ بورډ په وروستیو کې ملي لوبډلې ته د ورتګ شرایط سخت کړي، هغه لوبغاړي چې «یو یو ټیسټ» کې کمیاب نه شي ممکن ملي لوبډلې ته لار پیدا نکړي.

که څه هم په نړیوال کرکټ کې «یو یو ټیسټ» د هر لوبغاړي دپاره لومړنی شرط دی، خو تراوسه زیات شمېر افغان لوبغاړي پرته د یو یو ټیسټ ورکولو یا هم په یو یو ټیسټ کې ناکامیو سره سره د ملي لوبډلې برخه جوړېده.

حشمت الله شهیدي چې تازه د اضغر افغان پرځای د ملي لوبډلې ټیسټ او یو ورځینیو سیالیو لوبډلمشر وټاکل شو په خپلو تازه څرګندونو کې وویل” هغه لوبغاړي چې فټنس ستونزه ولري، یو یو ټیسټ کې کمیاب نه شي، هغه که پخپله دی هم وي ملي لوبډله کې به ونه لوبیږي.

یو یو ټیسټ د نړۍ په کچه خورا اهمیت لري چې په ناکامۍ سره یې د نړۍ مشهوره او مهم لوبغاړي د لوبډلې ډراپ شوي دي، خو افغانستان کې ورته دومره لومړیتوب او اهمیت نه ورکول کیږي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې