دلوبغاړو په اړهلیګونه

ډیویډ وارنر او سټونیس د انګلستان سل بالیزه سیالیو بهر شول، په یاد لیګ به افغان لوبغاړي هم برخه واخلي.

د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې دوه پیاوړي لوبغاړي ډیویډ وارنر او مارکس سټونیس د راتلوونکي لومړي پړاو “سل بالیزه” سیالیو څخه بهر شوی دي.

یاد لوبغاړي وروسته له هغې د انګلستان په کوربتوب د نوي پیلیدونکي لیګ څخه بهر شول چې اسټرالیا کرکټ بورډ د کارابین سفر لپاره ابتدایي لوبډلې نوملړ خپور کړ.

د ویسټ انډیزې دورې سیالۍ د اسټرالیا د نړیوالو لوبو مهال ویش د سل بالیزه لیګ سره ټکر کې راځي او له همدې کبله یادو لوبغاړو لدغه لیګ څخه نومونه اخراج کړل.

ډیویډ وارنر او مارکس سټونیس په سل بالیزه سیالیو کې د سوترن برېو لوبډلې لخوا په ۱۰۰ زره او ۸۰ زرو ایرو قرارداد ترلاسه کړی وو.

د یادو لوبغاړو په نه لوبیدو سره د یادې لوبډلې څانګې هم خپله خواشیني ښودلي ده.

تراوسه یادې څانګې د یادو لوبغاړو په ځای،ځای ناستي لوبغاړي ندي اعلان کړي.

هیره دې نه وي چې د انګلستان سل بالیزه لومړي پړاو سیالۍ به د راتلوونکي جولای میاشتې په وروستیو کې پیل چې تر اګسټ به دوام وکړي.په یاد لیګ کې ځینې افغان لوبغاړي هم اخیستل شوي دي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې