دلوبغاړو په اړهلیګونه

پاکستانی الراونډر شعیب ملک هم د راشدخان مینه وال دی، د نوموړي تازه څرګندونې واورئ.

تېره ورځ د پاکستان سوپر لیګ سیالیو په دوام ۱۷ مه لوبه د پښاور زلمي او لاهور قلندرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه پکې لاهور قلندرز د افغان لیک بریک توپ اچونکي راسدخان «۵» ویکټو پر مټ په ۱۰ منډو بریا ترلاسه کړه.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې او د پښاور زلمي لوبډلې الراونډر لوبغاړي «شعیب ملک» د یادې لوبې وروسته وویل چې زموږ لوبډله راشدخان ماته کړه او د خپلې لوبډلې ماتې لامل راشدخان په ګوته کړ.

شعیب ملک چې د خپلې لوبډلې ماتې په اړه خبرې کولې وویل چې زموږ د لوبډلې اکثره بهرني او مهم لوبغاړي راشدخان وسوځول، همدا لامل و چې لوبه زموږ د واک څخه وواته.

شعیب ملک چې د لوبې وروسته خبرې کولې وویل چې موږ په وروستيو اورونو کې ډیرې منډې ورکړې، داسې تمه نه کېده چې د لاهور قلندرز به تر ۱۷۰ منډو پورې هدف وټاکي، ځکه د دوی مهم څلور لوبغاړي مو په ۲۵ منډو کې وسوځول.

شعیب ملک وویل چې د ۱۷۰ منډو جوړولو وروسته هم زموږ ترمنځ توپیر یوازې راشدخان و چې پنځه مهمې ویکټې یې ترلاسه کړې، کنه موږ کولای شول چې ۱۷۰ منډې هدف هم ترلاسه کړو.

شعیب ملک وویل چې په لیګ کې هېڅ کومه لوبډله کمزوري نده، کولای شي هر وخت او په هر حالت کې ښه کمبېک وکړي، نوموړي هیله مندي وښوده چې پښاور زلمي به راتلونکي سیالۍ ته ښه چمتوالی ولري او د ګټلو هڅه به وکړي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې