نړیوال کریکټ

هندوسنان د سریلانکا خلاف سیالیو ته دوهمه ملي لوبډله اعلان کړه.

په هندوستان کې د کرکټ کنټرول ادارې «بي سي سي ای» د سریلانکا خلاف د درې یو ورځینیو او درې شل اوریزه سیالیو په موخه د شکر دهوان په لوبډلمشرۍ کې لوبډله اعلان کړه.

د هندوستان کرکټ ملي لوبډله چې د نیوزیلینډ خلاف د ټیسټ چیمپینز شپ پایلوبه او انګلستان خلاف د پنځو ټیسټ سیالیو لړۍ ترسره کوي د انګلستان په سفر بوخته ده، خو په ورته وخت کې د هند کرکټ کنټرول ادارې د سریلانکا سفر لپاره دوهمه ملي لوبډله اعلان کړه.

ټاکل شوې ده چې د هند او سریلانکا ترمنځ به درې یو ورځنۍ لوبې د جولاۍ په ۱۳ مه، ۱۶ مه او ۱۸ مه نېټه ترسره شي، پداسې حال کې چې درې شل اوریزه سیالۍ به د جولاۍ په ۲۱ مه، ۲۳ مه او ۲۵ مه نېټه ترسره شي.

د هندۍ لوبډلې نوملړ په دې ډول دی!

شکر دھوان «لوبډلمشر» ، پرتویو شاه ، دیوودت پډیکل ، ریتوراج ګایکواډ ، سوریاکمار یادو ، منیش پانډې ، هاردیک پانډیا ، نتیش رانا ، ایشان کیشن ، سنجو سیمسن ، یوزویندرا چاهل ، راهول چهر ، گوتهم ، کرونال پانډیا ، کلدیپ یادو ، ورون چکرورتی ، بھوینیشور کومار «مرستیال لوبډلمشر» ، دیپک چهار ، نویدیپ سیني او چیتان سکاریه.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې