دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

هریجن سینګ: که زه کپتان وای ایشانت شرما مې لوبډله کې نه اخسته.

د هندوستان تجربه لروونکی سلو توپ اچوونکی هربجن سینګ وايي که زه کپتان وای نو د راتلوونکې ټیسټ لوبې لپاره مې ایشانت شرما لوبه کې نه اخسته بلکې دده پرځای مې ځوان او چټک توپ اچوونکی محمد سراج د دریم تیز توپ اچوونکی په توګه په یوولس کسیزه سکواډ کې شاملوه.

نوموړی وایي ما تجربو ته په کتو د شرما پرځای سراج غوره کوه ځکه په دې وخت کې نوموړی ښه پوم کې دی او کولای شي د هند لپاره ګټور ثابت شي، ځکه هغه ځوان دی تیر کال یې هم د اسټرالیا خلاف ښه لوبه وکړه ۱۳ ویکټې یې واخستې چې د هند په بریا کې یې ستر رول لوبولی و.

سینګ دا خبرې له پي ټي آی رسنۍ سره په مرکه کې کړي دي هغه ویلي ” که زه کپتان وایي نو د جسپریت بومرا او محمد شمي ترڅنګ مې محمد سراج د دریم چټک توپ اچوونکي په توګه یوولس کسیزه لوبډله کې اخسته؛ ایشانت هم تکړه دی خو زما انتخاب سراج و ځکه هغه تیرو دوه کلونو کې ډیر ښه ځلیدلی دی.”

هغه دا هم ویلي چې که په پیچ کې لږ شینوالی (واښه) هم اوسي نو سراج پرې ښه توپ اچوونه کوي او کولای شي نیوزلینډي توپ وهوونکي له ستونزو سره مخ کړي، ځکه هغه کولای شي له توپ وهوونکي څخه خپله اصلي موخه هیره کړي او شاټ وهلو ته یې مجبور کړي ترڅو ویکټ له لاسه ورکړي.

د یادونې ده چې هند به راتلووتکې اونۍ د جون په اتلسمه له نیوزلینډ سره د ټیست چمپینشیپ سیالۍ پایلوبه ولري.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې