دلوبغاړو په اړه

شکیب الحسن د داکا پريمیر ډیويژن سیالیو کې سخته بد اخلاقي کړې او ویکټې یې هم په لغته وهلي

د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې تجربه کاره الراونډر شکیب الحسن د داکا پریمیر ډیويژن سیالیو کې سخته غصه او بد اخلاقي کړې.

نوموړی چې یادو سیالیو کې د محمدان کلب لپاره لوبه کوي او همداشان د یادې لوبډلې مشر هم دی.د اباني لمیټیډ لوبډلې خلاف په لوبه کې توپ اچونه کوله او نوموړي په مشفیق الرحیم د ایل بي ډبلیو اپیل وکړ،خو د لوبڅار لخوا د ناټ اوټ اعلانیدو وروسته شکیب الحسن ویکټو ته لغته ورکړې او د نوموړي دغه کار د کرکټ د اصولو خلاف شمیرل شوی دی.

په یاده لوبه محمدان لوبډلې شل اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو ۱۴۵ منډې جوړې کړې.شکیب الحسن په ۲۷ توپونو ۳۷ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې یې اباني لوبډلې په ۵،۳ اورونو کې ۳۳/۳ منډې درلودې چې وروسته شکیب الحسن په لوبه کې بد اخلاقي وکړه او لوبه هم ودرول شوه.

تراوسه ښکاره نده چې بنګله دېش کرکټ بورډ به نوموړي ته د یادې بد اخلاقۍ له کبله کوم ډول سزا ورکړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې