لیګونه

راشدخان یوځل بیا د پښاور زلمیو خلاف تباهي وکړه او لاهور قلندرز لوبډله یې بریا ته ورسوله.

د ۲۰۲۱م کال شپږم پړاو پاکستان سوپر لیګ چې د کرونا له امله له ځنډ سره مخ و یوځل بیا د متحده عربي اماراتو په کوربتوب پیل شوی دی.

تېره شپه لوبه چې د پښاور زلمیو او لاهور قلندرز ترمنځ ترسره شوه پکې لاهور قلندرز د زاشدخان ۵ ویکټو په اخیستو سره یوه بله بریا هم ثبت کړه.

په سیالۍ کې لاهور قلندرز په لومړي وار توپ وهنې سره د ۸ لوبغاړو سوځېدو په سر ۱۷۰ منډې وکړې ټایم ډیویډ ۶۴ زیاتې منډې وکړې، راشدخان په ۸ منډو وسوځېدۀ.

قلندرز د ټاکلي شوي هدف څخه دفاع وکړه چې پکې راسدخان په څلور اورونو کې یو میډن اور ترسره کړ، ۲۰ منډې یې ورکړې او ۵ ویکټې یې ترلاسه کړې.

لاهور قلندرز په ۱۰ منډو بریا خپله کړه او راشدخان د دوهم ځل لپاره په پرلپسې ډول د سیالۍ غوره لوبغاړی اعلان شو.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې