لیګونه

ټي ټونټي بلاسټ سیالیو کې د نوین الحق اړوند لسیسټرشاير لوبډله نن لومړی لوبه ترسره کوي.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځوان لوبغاړی نوین الحق به د انګلستان په کورنيو ټونټي بلاسټ سيالیو کې نن د شپې په لومړی لوبه کې لسسټرشآیر لوبډلې په ګټه لوبه ترسره کړي.

نوین الحق ځوان لوبغاړی دی او یاده لوبډله له نوموړي څخه ډیرې هيلي لري.
نوین الحق هم ددغې لوبې لپاره بشپړ چمتوالی ښودلی او ویلي یې دي هڅه به یې دا وي چې د خپلې لوبډلې په ګټه ښې لوبې ترسره کړي.

د نوین الحق اړوند لیسسټرشآير لوبډله به نن خپله لومړی لوبه د لنکا شآیر لوبډلې په وړاندې د افغانستان په وخت د شپې په لس بجې ترسره کړي.

د انګلستان ټونټي بلاسټ سيالۍ تیره ورځ رسما پیل شوي چې د سپټمبر تر نوولسمې نېټې به دوام وکړي.

محمد نبي عیسی خېل او قیس احمد هم په یادو سيالیو کې د ګډون په موخه یاد هیواد ته لا وړاندې رسيدلي دي او اوسمهال په قرنطین کې شپې او ورځې تیروي.
دواړه لوبِغاړي د قرنطین له وجې د پيل دوو لوبو څخه بهر شوي دي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې