کورني لوبغاړي

له نبي وروسته بل افغان لوبغاړی هم د ویټالټي بلاسټ سیالیو د پیل لوبو بهر شو

د انګلستان ټونټي بلاسټ شل اوریزې سیالۍ چې نن پیل شوې،په یاد لیګ ځینې افغان لوبغاړي هو لوبیږي.

ځینې لا وړاندې انګلستان ته رسیدلي او ځینې به وروسته انګلستان ته ورسیږي.

خو انګلستان ته رسیدو وروسته چې کوم لوبغاړي رسیږي،مجبور دي چې هلته اجباري قرنطین موده بشپړه کړي.

محمد نبي عیسی خېل چې په یادو سیالیو کې د ګډون لپاره یاد هیواد ته رسیدلی او اوسمهال په قرنطین کې دی او نوموړی به ونشي کولای چې د قرنطین له وجې د پیل په دوو لوبو کې برخه واخلي.

خو د نبي وروسته اوس بل افغان لوبغاړی قیس احمد به هم ونشي کولای چې د قرنطین له کبله د ويټالټي بلاسټ سیالیو د پیل په دوو لوبو کې برخه واخلي.

قیس احمد په ویټالټي بلاسټ سیالیو کې د کېنټ سفایر لوبډلې په ګټه لوبې ترسره کوي.

ویل کیږي چې نوموړی به ګلوسسټر شایر لوبډلې خلاف په لوبه کې چې د جون په ۱۳مه نېټه ده شتون ولري.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې