نړیوال کریکټ

انظمام الحق د پاکستان او هندوستان ترمنځ د کرکټ دوه اړخیز سیریز غوښتنه کوي.

د هندوستان او پاکستان ترمنځ د ای سي سي ټورنمېنټونو پرته اته کاله کیږي چې تراوسه د دوی ترمنځ د کرکټ دوه اړخیز سیریزونه ندي ترسره شوي.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی کپتان انظمام الحق وایي،د کرکټ د ښه والي لپاره د دواړو هیوادونو ترمنځ د کرکټ دوه طرفه سیریز ترسره کیدل ډير مهم دی.

نوموړی وايي،دواړه هیوادونه باید یو له بل سره د کرکټ سیریزونه ترسره کړي او باید د دواړو هیوادونو ترمنځ د کرکټ سیریزونه دومره مشهور شي،لکه څنګه چې د نورو هیوادونو ترمنځ د اشیز سیریز ترسره کیږي.

«د هند او پاکستان ترمنځ سیریز به د اشیز سیریز کتلو څخه ډیر تعقیب شي.دواړه هیوادونه باید یو له بل سره د کرکټ سیریزونه ترسره کړي.خلک او مینه وال هم د دواړو هیوادونو ترمنځ د کرکټ لوبو ترسره کیدلو غوښتنه کوي.که چیرې دواړو هیوادونو ترمنځ د کرکټ لوبې بیا پیل شي،دا به د مینه والو لپاره ډيره په زړه پورې وي.»

انظمام الحق زیاتوي،د دوی په وختونو کې به د دواړو هیوادونو ترمنځ زیاتې سيالۍ ترسره کيدې،خلکو او لوبغاړو به د لوبو څخه ډير خوند اخیسته.

د یادونې وړ ده چې پاکستان کرکټ بورډ او پخوانیو لوبغاړو په سلونو ځلې د هندوستان کرکټ بورډ څخه غوښتنه کړې چې دوی سره د کرکټ سیریزونه ترسره کړي.خو په ځواب کې يې هندوستان وایي،ترڅو چې پاکستان د ترهګرو له روزلو لاس نه وي اخیستی د دوی سره به هیڅ قسم کرکټ سیریز ترسره نه کړي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې