افغانستان کریکټ

احسان جنت خپلې لوبډلې ته ستره بریا ور په برخه کړه.

د خوست کرکټ اکاډمیو ترمنځ پخپلمنځي درې اړخیز سیریز کې نن ورځ د خوست په مس عینک کرکټ لوبغالي باندې د خوست زلمیانو او همداشان د خوست بازانو کرکټ اکاډمیو ترمنځ سیالی ترسره شوه.

د خوست بازانو لوبډلې د پچې په ګټلو سره لومړی توپ وهنه پیل کړه او د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره یې په (۱۶،۳) اورونو کې ۱۱۴ منډې جوړې کړې او خوست زلمیانو لوبډلې ته یې د ۱۱۵ اسانو منډو هدف وټاکه.

د خوست بازانو لوبډلې له لوري یوازې ایمل شاهین تر ټولو ډیرې ۳۸ منډې جوړې کړې.

د خوست زلمیانو لوبډلې له لوري توپ اچونه کې هاشم (۴) او رفیع الله (۳) ویکټې ترلاسه کړې.

ټاکل شوي هدف په مقابل کې که څه هم خوست زلمیانو لوبډلې د سر لوبغاړی زبیح الله په صفر له لاسه ورکړ.خو وروسته د لوبډلې مشر احسان جنت او اسد منګل ترمنځ په زړه پورې ملګرتیا ترسره شوه او دواړه لوبغاړي ناسوځیدلي له میدان بهر شول.

ټاکل شوی هدف د خوست زلمیانو لوبډلې له لوري د لوبې په یوولسم اور کې د یوه لوبغاړي په سوځیدو ترلاسه او په نهو ویکټو یې بریا خپله کړه.

د زلمیانو لوبډلې له لوري توپ وهنه کې د لوبډلمشر احسان جنت ښه لوبه وکړه.نوموړي په ۳۷ توپونو د ۶ شپږیزو او ۸ څلوریزو په مټ ۸۳ ناسوځیدلي منډې وکړې.

اسد منګل هم ۲۱ ناسوځیدلي منډې وکړې.

احسان جنت د سیالۍ غوره لوبغاړی اعلان شو.

سبا به پدې سیالیو کې د خوست زلمیان د خوست اتلانو په وړاندې سیالي ترسره کړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې