کورني لوبغاړي

خوست کرکټ اکاډمیو سیریز: ایمل شاهین په ۲۱ توپونو نیمه سلیزه او په ۳۸ توپونو یې سلیزه جوړه کړه.

د خوست کرکټ اکاډميو ترمنځ خپلمنځي درې اړخیز سیریز د لوبو په دوام،نن ماسپيښین د خوست کرکټ اکاډمۍ اتلانو او خوست کرکټ اکاډمۍ بازانو لوبډلې ترمنځ په زړه پورې سیالي ترسره شوه.

خوست کرکټ اکاډمۍ بازانو لوبډلې د ټاس په ګټلو لومړی توپ وهنه غوره کړه.

د یادې لوبډلې دواړو اوپنرانو اصغر اتل او شهزاد ښه پیل ورکړ او (۴،۳) اورونو کې یې پنځوس منډې جوړې کړې.

خو لوبه هغه مهال لا په زړه پورې شوه،کله چې د بازانو لوبډلې منځني ارډر توپ وهونکي ایمل شاهین بریدګره لوبه پیل کړه.

نوموړي په ۲۱ توپونو چټکه نیمه سلیزه او په ۳۸ توپونو یې سلیزه جوړه کړه.

نوموړي ټولټال په ۴۰ توپونو د ۱۰ څلوریزو او ۹ شپږیزو په مټ ۱۱۰ ناسوځیدلي منډې وکړې.

د دوی لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځیدو ۲۱۲ منډې جوړې کړې او اتلانو لوبډلې ته یې د ۲۱۳ منډو هدف وټاکه.

د اتلانو لوبډلې له لوري په توپ اچونه کې یونس ځدراڼ او نسیم منګل (۲-۲) ویکټې ترلاسه کړې او نورو توپ اچوونکو یوه،یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د نورعلي په نشتون کې د اتلانو لوبډله په بشپړه توګه بې وسې شوه او یادې لوبډلې (۱۴،۴) اورونو کې ۱۰۳ منډې جوړې کړې او سیالي یې د ۱۰۹ منډو په لوی توپیر سره بایلوده.

د اتلانو لوبډلې له لوري په توپ وهنه کې یوازې یونس ځدراڼ ۲۷ زیاتې منډې جوړې کړې.

د بازانو لوبډلې له لوري ثاقب خان زبردسته توپ اچونه ترسره کړه.نوموړي (۲،۴) اورونو کې ۱۹ منډې ورکړې او ۴ ویکټې یې ترلاسه کړې.

همداشان په نورو توپ اچوونکو کې باختر اتل (۲)،شاهد کمال او عابدالله تڼیوال (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړه.

د سیالۍ غوره لوبغاړی ایمل شاهین ونومول شو چې ۱۱۰ ناسوځیدلي منډې یې کړي وې.

په یادو سیالیو کې به سبا ماسپيښین د خوست کرکټ اکاډمۍ زلمیانو او د خوست کرکټ اکاډمۍ بازانو لوبډلو ترمنځ سیالي ترسره شي.

خوست بازانو لوبډلې تراوسه ترسره کړل شوي درې واړه لوبې ګټلي او د شپږو پوینټونو یا نمرو په لرلو سره د جدول په سر کې ځای لري.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې