افغانستان کریکټ

خوست ملي اکاډمۍ سیریز: نورعلي ځدراڼ په مشرۍ کې اتلانو لوبډلې بریا خپله کړه.

د خوست ولایت د ملي کرکټ اکاډمۍ د لوبغاړو ترمنځ په لار اچول شوي سیالیو کې د نورعلي ځدراڼ تر مشرۍ لاندې ملي کرکټ اکاډمۍ اتلانو لوبډلې د احسان جنت تر مشرۍ لاندې د خوست کرکټ اکاډمۍ زلمیانو لوبډلې ته په شپږو ویکټو ستره ماتي ورکړه.

په یاده سیالۍ کې لومړۍ د اتلانو کرکټ اکاډمۍ لوبډلې مشر نورعلي ځدراڼ د پچې په ګټلو سره لومړۍ د توپ وهنې نوبت د زلمیانو لوبډلې ته د توپ وهنې نوبت ورکړ.

زلمیانو کرکټ لوبډلې په شل اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۵۵ منډې جوړې کړې او مقابلې لوبډلې ته یې د ۱۵۶ منډو هدف وټاکه.

د زلمیانو لوبډلې له لوري په توپ وهنه کې که څه هم د لوبډلې مشر احسان جنت په صفر سره له میدان بهر شو،خو نوید عبید په زړه پورې لوبه وکړه او په ۴۲ توپونو یې ۵۲ منډې جوړې کړې.

د نوموړي توپ وهنه کې ۵ څلوریزې او ۲ شپږیزې شاملې وې.

په نورو توپ وهوونکو کې اسدالله ۳۷ او اسد منګل ۳۱ زیات منډې جوړې کړې.

د اتلانو کرکټ اکاډمۍ له لوري په توپ اچونه کې بهار ډاډول په زړه پورې بالینګ وکړ،نوموړي په څلورو اورونو کې ۳۱ منډې ورکړې او څلور ویکټې یې ترلاسه کړې.

ټاکل شوی هدف د اتلانو کرکټ اکاډمۍ له لوري د لوبې په نوولسم اور کې د څلورو لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او په شپږو ویکټو یې بریا خپله کړه.

د اتلانو له لوري توپ وهنه کې محمد علي (۵۲)،هیواد افغان (۳۸)،خالید تڼیوال او رحمان الله په ترتیب سره (۲۰) او (۳۵) ناسوځیدلي منډې وکړې.

د زلمیانو لوبډلې له لوري توپ اچونه کې حسیب لکڼوال (۲)،احسان جنت او هاشم (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړه.

د لوبې غوره لوبغاړی بهار ډاډول ونومول شو چې څلور ویکټې یې ترلاسه کړي وې.

د یادو سیالیو موخه راتلوونکو شپږیزو سیالیو ته د لوبغاړو چمتوالۍ ښودل شوی دی.

سبا به پدې سیالیو کې د خوست کرکټ اکاډمۍ اتلانو لوبډله د خوست کرکټ اکاډمۍ د اتلانو لوبډلې په وړاندې سیالي ترسره کړي

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې