افغانستان کریکټ

اقتصاد وزارت له افغان کرکټ بورډ سره د مرستو ژمنه وکړه.

د افغانستان کرکټ بورډ او اقتصاد وزارت چارواکو په یوه لیدنه کې یو بل سره د همکاریو په پیاوړتیا او عملي کولو ټینګار کړی دی، په دې لیدنه کې په کرکټ بورډ کې د روانو، ترسره شویو او راتلوونکو اقتصادي پروژو خبرې شوې دي.

د کرکټ بورډ پر پاڼه خپرو شویو معلوماتو کې راغلي چې اجرائیوي رئیس حامد شینواري د اقتصاد له وزیرې ډاکتر کریمه حامد فاریابي سره وکتل او د افغانستان کرکټ بورډ د اقتصادي پروژو اړوند یې ورسره بحث کړی دی.

د بورډ د معلوماتو له مخې چې په دې لیدنه کې د افغانستان په کرکټ بورډ کې تر کار لاندې او یا بشپړو شویو پروژو په اړه، د تر کار لاندې پروژو د لویو ستونزو او په ولایاتو کې د کرکټ د میدانونو په جوړولو بحث وشو.

شاغلي شینواري د اقتصاد له وزیرې څخه وغوښتل چې د شته فرصتونو په موندنو د کابل ښار د کرکټ د نړیوال سټیډیوم جوړولو لپاره د پراختیایي پروژو او د تمویلوونکو د مرستو په راجلبولو کې ورسره همکاري وکړي.

د اقتصاد وزیرې اغلې فاریابي اجرائیه رئیس حامد شینواري ته ډاډ ورکړ چې ددوی وزارت د صلاحیتونو په حدودو کې د شته ستونزو د حل لپاره همکارۍ ته چمتو دی او دې برخه کې به ورسره لازمه همکاري وکړي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې