افغانستان کریکټ

خوست اتلانو د نورعلي ځدراڼ «۸۳» منډو سره سره هم بریا ترلاسه نکړه.

په خوست کې د «نیشنل کرکټ ایکاډمۍ» ترمنځ پیل شویو سیالیو کې لومړۍ لوبه د خوست کرکټ ایکاډمۍ بازانو او
خوست کرکټ ایکاډمۍ اتلانو ترمنځ ترسره شوه چې پکې خوست بازانو په «۲۶» منډو بریا خپله کړه.

په سیالۍ کې بازانو په لومړي وار توپ وهنې سره د ۸ لوبغاړو سوځېدو په «۲۳۰» منډې وکړې او ۲۳۱ منډې هدف یې اتلانو ته وټاکۀ.

محمودالله ۵۳ ترڅنګ یې ایمل شاهین ،حلیل ګربز او اضغر اتل په ترتیب سره ۳۶، ۳۵ او ۳۴ منډې جوړې کړې.
اتلانو ته زینت الله ۳ او یونس ځدراڼ ۲ لوبغاړي وسوځول.

اتلانو د ټاکل شوي هدف په تعقیب د ۷ لوبغاړو سوځېدو په سر «۲۰۴» منډې وکړې او لوبه یې د ۲۶ منډو په توپیر وبایلله.

اتلانو ته نورعلي ۸۳ او یونس ځدراڼ ۳۸ منډې وکړې.
بازانو ته ثمین ګل درې لوبغاړي وسوځول

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې