افغانستان کریکټ

اصغر افغان اخیر هم له کپتانۍ لیرې کړل شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د درې واړو پارمټونو کپتان اصغر افغان له کپتانۍ لیرې کړل شو او په ځای یې حشمت الله شهیدي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ټیسټ او یو ورځنیو لوبو د نوي کپتان په توګه وټاکل شو.

د افغانستان کرکټ بورډ په وینا اصغر افغان یې ځکه له کپتانۍ لیرې کړ،چې د زمبابوې خلاف په ټیسټ لوبه کې د ځینو غلطو پریکړو له امله یې افغانستان کرکټ ملي لوبډله له ماتي سره مخ کړه.

په یاده سیالۍ کې په اصغر افغان نیوکې وشوې چې ګواکې چې کله ځوان لوبغاړي په لومړي ځل لوبډله کې لوبیږي،داسې پیچونو ته یې ورمخکې کوي چې خپله تجربه کاره لوبغاړي هم پرې لوبې نشي کولای.

د مینه والو په وینا چې کله پیچ یا ویشتنځای توپ وهنې ته برابر وي،بیا اصغر افغان ځوانانو ته د توپ وهنې نوبت نه ورکوي.

د کرکټ بورډ په وینا د حشمت الله شهیدي ترڅنګ یې د لوبډلې ملا نیر لوبغاړی رحمت شاه زرمتی د ملي لوبډلې د مرستیال په توګه ټاکلی دی.

کرکټ بورډ په ننۍ ناسته کې یوه بله حیرانوونکي او ناڅاپي پریکړه هم وکړه.

کرکټ بورډ د شل اوریزو لوبو لپاره مرستیال کپتان راشدخان اعلان کړ،خو لا هم د یاد پارمټ لپاره یې کپتان ندی اعلان کړئ.

دا به د کرکټ په تاریخ کې لومړی ځل وي چې د یوه پارمټ لپاره مرستیال کپتان ټاکل کیږي او کپتان یې نه اعلانیږي.

د یادونې وړ ده چې اصغر افغان په ۲۰۱۸ کال مۍ میاشت کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې کپتان ټاکل شوی وو.خو کله چې ۲۰۱۹ کال نړیوال جام را نږدې شو،په ځای یې ګلبدین نایب د لوبډلې مشر وټاکل شو.

د ګلبدین د ټاکل کیدو وروسته د لوبډلې په منځ کې اختلافونه رامنځ ته شول او ځینې ملي لوبغاړو په ښکاره د ګلبدین له کپتانۍ سره مخالفت څرګند کړ.

د یادونې وړ ده چې کرکټ بورډ ته د حامد شینواري راتللو وروسته داسې اټکل کیده چې نوموړی به په ملي لوبډله کې ځینئ تغیرات رامنځ ته کړي او نن یې د اصغر افغان په لیرې کولو کې تر ټولو ستره پریکړه اعلان کړه.

د نوموړي دغه کار په ټولینزو رسنیو کې هم ستایل شوی.د مینه والو په وینا د اصغر افغان د لیرې کولو وروسته به د خلکو مینه د کرکټ سره زیاته شي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې