افغانستان کریکټ

په خوست کې د ملي لوبغاړو په شتون کې شل اوریزه سیالۍ ترسره کیږي.

په خوست کې د ملي لوبغاړو په شتون کې د ملي «نیشنل» اګاډمۍ لوبغاړو ترمنځ چې په درې جلا جلا لوبډلو ویشل شوي دي خپل منځي سیالۍ ترسره کیږي.

د خوست ولایت د کرکټ مدیر ښاغلي «یقوب تڼي» افغان کریک انفو ته وویل چې دغه سیالۍ په خپله د دوی او روزونکي سیف الله ځدراڼ په نوښت رامنځته شوي دي.

نوموړی زیاتوي چې د روژې راهیسې لوبغاړو کومې سیالۍ نه درلودې چې له یادو سیالیو څخه یې موخه د لوبغاړو مصروفیت او راتلونکي شپږیزه کرکټ لیګ ته د لوبغاړو ښه چمتو کول دي.

په دغه درې اړخیزه لړۍ کې د خوست ملي اکاډمۍ لوبغاړي په درې جلا جلا لوبډلو چې عبارت یې دی: خوست نیشنل کرکټ اکاډمي اتلان، خوست نیشنل کرکټ اکاډمي بازان او خوست نیشنل کرکټ اکاډمي زلمیان تقسیم شوي دي.

په دغه سیالۍ کې د افغان ملي لوبډلې اوپنر لوبغاړی «نورعلي ځدراڼ» هم لوبیږي چې د خوست نیشنل اکاډمۍ اتلانو لوبډلې لوبډلمشري به په غاړه ولري.

ترڅنګ یې احسان الله جنت او شاهدالله کمال هغه لوبغاړي دي چې په ترتیب سره به د خوست نیشنل اکاډمۍ زلمیانو او خوست نیشنل اکاډمۍ بازانو لوبډلمشري په غاړي ولري.

که څه هم د یادو سیالیو دقیقه نېټه له نده اعلان شوي، خو د خوست کرکټ مدیر په خبره چې د یادو سیالیو نهایي نېټه او ځای به نن اعلان شي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې