ریکارډونهنړیوال کریکټ

هغه هېوادونه چې په شل اوریزه نړیوالو سیالیو کې یې ترټولو لوړ هدف ټاکلی دی، افغانستان تر ټولو وړاندې دی.

که څه هم سخته ده چې د نړۍ چټکو او ورو خطرناکو توپ اچونکو خلاف چټکه لوبه وشي، خو بیا هم ځینې وخت لوبډلې توانېدلي دي چې په شل اوریزه نړیوالو سیالیو کې لوړ لوړ هدفونه وټاکي.

راځئ چې نن د هغو لوبډلو ریکارډي هدفونه درته بیان کړو چا چې په شل اوریزه فارمټ کې تر ۲۶۰ منډو لوړ هدف ټاکلی دی.

لومړی: افغانستان!
د شل اوریزه فارمټ تر ټولو لوړ هدف یا ټارګېټ افغانستان د ایرلینډ خلاف ثبت کړی دی، افغانستان په ۲۱۹ م کال کې د ایرلینډ خلاف د درې لوبغاړو سوځېدو په سر «۲۷۸» منډې هدف وټاکۀ چې دا دې شل اوریزه فارمټ تر ټولو لوړ هدف ټاکل دي.

دهم: استرالیا!
استرالیا هم په ۲۰۱۶ م کال کې د سریلانکا خلاف د درې لوبغاړو سوځېدو په سر «۲۶۳» منډې هدف ټاکلی و چې په دغه لیسټ کې دوهم مقام لري.

دریم: سریلانکا!
سریلانکا هېواد هم په ۲۰۰۷م کال کې د کینیا خلاف «۲۶۰» منډې هدف د شپږو لوبغاړو سوځېدو په سر ټاکلی و چې په دغه لیسټ کې دریم مقام لري.

څلورم: هندوستان!
هندوستان لوبډلې په ۲۰۱۷ م کال کې د سریلانکا خلاف «۲۶۰» منډې هدف د پنځو لوبغاړو سوځېدو په سر ټاکلی و چې د لوړ هدف ټاکلو په لیسټ کې څلورم مقام لري.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې