دلوبغاړو په اړه

ځینو سریلانکایي کرکټرانو د مرکزي تړون امضاء کولو انکار وکړ.

د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې ځینو مشهورو کرکټرانو انجلیو میتوس،دانش چنډیمل،سورنګا لکمل او اوسني ټیسټ لوبو کپتان دایموت کرونراتني او نورو اوسنیو لوبغاړو د سریلانکا کرکټ بورډ لخوا وړاندې شوي د معاش کلني مرکزي تړون د لاسلیک کولو څخه انکار کړئ دی.

د سریلانکایي رسنیو د معلوماتو له مخې چې یادو لوبغاړو ځکه د مرکزي تړون د لاسلیک کولو څخه انکار کړئ دی،چې له دوی څخه پیسې پکې کټ شوي دي.

د معاش مرکزي نوي تړون کې چې ډیر ژر به په رسمي توګه هم اعلان شي،یوازې دوو لوبغاړو نیروشن ډکویلا او ډننجایا ډي سیلوا معاش د کیټګوری په اساس یو لک ډالر ښودل شوی دی او نور لوبغاړي به بیا دومره معاش ونلري.

میتوس چې ۱۳۰ زره ډالر کلنۍ معاش یې درلوده.په نوي مرکزي تړون کیټګوری کې به ۸۰ زره ډالر معاش ولري چې پدې سره له نوموړي څخه ۵۰ زره ډالر کم شوي یا کټ کړل شوي،چې دا کار میتوس او نورو لوبغاړو ته د منلو وړ ندی.

د سریلانکا کرکټ د ځینو پخوانیو لوبغاړو په وینا چې میتوس نور ۳۴ کلنۍ ته اوړي او ځای ځوان لوبغاړي هم نیولی شي او هغه ته په کار دي،چې دغه تړون ومني.

دا یوازې میتوس ندی چې د معاش څخه یې پیسې کټ کیږي،دېته ورته نور سریلانکاي لوبغاړي هم دي چې معاش څخه یې ځینې پیسې ګرځول شوي دي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې