ریکارډونهنړیوال کریکټ

په شل اوریزه فارمټ کې د چټکو سلیزو جوړوونکو لېست: حضرت ځاځی اوس هم مخکښ دی.

هغه لوبغاړي چې په شل اوریزه فارمټ کې یې چټکې سلیزې جوړې کړې دي، په دې لیکنه کې یې درپېژنو، د همدې لوبغاړو په لېست کې افغان چپ لاسی توپ وهوونکی حضرت الله ځاځی اوس هم مخکښ دی، د کرس ګیل، ارون فینچ، بابر اعظم، او له نورو زیاتو توپ وهوونکو څخه مخکښ دی.

سپورټ۳۶۰ کرکټ د همدې توپ وهوونکو نوی لېست خپور کړی دی چې حضرت ځاځی پکې دریم مقام لري، دې لېست کې ډیویډ ملن په ۳۵ توپونو سلیزه جوړه کړې لومړی، روهیت شرما هم په ۳۵ توپونو سلیزه جوړه کړې دوهم او حضرت ځاځي په ۴۲ توپونو سلیزه جوړه کړې چې دریم مقام لري.

همداراز ګلین پلیپس، ارون فینچ، کرس ګیل، ډیویډ ملن، بابر اعظم، دلشان او تمیم اقبال یو په بل پسې قرار لري.

په دې لېست کې مخکښ توپ وهوونکو کرس ګیل، په ۴۷، ډیویډملن په ۴۸، بابر اعظم په ۴۹ او ارون فینچ په ۴۷ توپونو په شل اوریزه فارمټ کې چټکې سلیزې جوړې کړې دي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې