مرکې

ویجای شنکر: د هند لوبډلې ته راتلل اسانه خبره نه ده.


د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړی ویجای شنکر وایي چې د هند لوبډلې ته راتلل دومره اسانه خبره نه ده، باید ډیر سختۍ وګالئ، پرځان کار وکړئ او د ښه کرکټر جوړېدو لپاره باید هروخت تمرین وکړئ.

هغه په یوه مرکه کې چې کرک بیټ ویب خپره کړې ویلي ما ښه کارکردګي وکړه او دادی تردې ځایه رارسېدلی یم، ما فکر نه کاوه چې زه به د هند لوبډلې برخه وګرځم خو خپل استعداد تردې ځای راورسولم.

زه چې اوس په دې لوبډله کوم ځای لرم ما ددې وخت لپاره ډېرې سختې وګاللې، زیات تمرینات مې وکړل او دادی لوبډلې ته راغلم.

زه به کوشش وکړم چې نور هم کار وکړم او ډیر کار وکړم ترڅو په لوبډله کې خپل ځای وساتم او کرکټ وکړم.

شنکر دا مهال ۳۰ کلن دی د هند لپاره په ۱۲ یو ورځنیو، ۹ شل اوریزو او له ۲۰۱۴ کال راهیسې په ۴۷ ای پي ایل لوبو کې لوبیدلی دی.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې