بهرني لوبغاړي

هغه هیله چې ویرات کوهلي له ماشومتوبه درلوده، کومه هیله وه؟

د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې د کپتان ویرات کولي هغه هیله چې د اوه کلنۍ راهیسې یې درلوده پوره شوې ده، د کوهلي یوه ملګري شلاج شونډي د نوموړي د ښوونځي د دورې یو کارت چې کوهلي پکې خپل معلومات لیکلي و پر انسټګرام پوسټ کړی دی او د ډیرو مینه والو پام یې ځانته راړولی دی.

کرکټ کنټري ویب سایټ د کوهلي د همدې عکس او کارت په اړه لیکلي چې کوهلي له ماشومتوبه ددې هیله درلوده چې هندی کرکټر شي.

کوهلي په دې کارت کې خپل نوم، ادرس، ټیلیفون شمیره، او د خوښې اړوند شیانو معلومات ورکړي دي، د کوهلي په کارت کې لیدل کیږي چې د خوښې رنګ یې تور رنګ دی او په ماشومتوب کې یې فوټبال خوښېده مګر هندي کرکټر جوړېدل یې ستره هیله وه.

او د خوښې اکټر یې هارتیک روشن دی، خو نوموړی اوس مهال په نړیواله سطحه مشهور کرکټر دی او هغه هیله یې پوره شوې چې له ماشومتوبه یې درلوده.

هغه تراوسه د هندوستان لپاره په ۹۱ ټیسټ، ۹۰ شل اوریزو او ۲۵۴ یو ورځنیو لوبو کې لوبیدلی دی.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې