دلوبغاړو په اړه

شعیب ملک:پاکستاني لوبغاړي د واسطو په زور لوبډله کې انتخابیږي.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې مشهوره لوبغاړی شعیب ملک ادعا کوي،چې کوم لوبغاړي پاکستان کرکټ ملي لوبډله کې انتخابیږي،د کارکردګۍ په اساس نه،بلکې د واسطې په زور په لوبډله کې انتخابیږي.

د شعیب ملک وروستۍ څرګندونې وروسته له هغې مخې ته راځي،چې د زمبابوې خلاف د ټیسټ لوبې لپاره د لوبغاړو په انتخاب کې د بابر اعظم وړاندیز د ټاکوونکي ډالګۍ لخوا رد شوی وو.

“مونږ په کرکټ کې د خوښولو یا نه خوښولو یو سیستم لرو.او دا په نوره نړۍ کې هم شته دی.خو زمونږ په کلتور کې لږ فرق لري.ورځ په ورځ زمونږ د کرکټ په سیستم کې تغیر راځي.دلته داسې کیږي چې مهارت ته اهمیت ورکول کیږي او هغه شخص ته اهمیت نه ورکول کیږي چې ښه پوهیږي.”

شعیب ملک وویل،ټاکوونکي ډالګۍ باید بابر اعظم ته واک ورکړي،ترڅو لوبډله انتخاب کړي.

د شعیب ملک په وینا،د زمبابوې په وړاندې سیالیو لپاره هغه لوبغاړي انتخاب نشول چې بابر اعظم یې لوبول غوښتل،بلکې هغه لوبغاړي ولوبول شول چې واسطې یې درلودې.

دده په وینا،بابر اعظم ځکه باید د لوبډلې انتخاب کې پوره صلاحیت ولري چې نوموړی په ګراونډ کې جنګیږي او د هر څه معلومات د لوبډلې جوړښت او ټولو معلوماتو ورته کیږي.

ملک د پاکستان لپاره وروستۍ شل اوریزه لوبه تیر کال سپټمبر میاشت کې د انګلستان خلاف ترسره کړې او وروستۍ پنځوس اوریزه سیالي یې په ۲۰۱۹ کال جون میاشت کې د هند خلاف ترسره کړي ده.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې