مقالې

د پاکستان کرکټ بورډ لخوا د ټیم مدیریت ته ستر ګواښ: که انګلستان خلاف سیریزونه ونه ګټي له دندې به یې ګوښه کړي.

په نیوزیلینډ کې د پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډلې سفر ځکه ښه نه و چې پاکستانۍ لوبډلې په ستر توپیر او اسانۍ سره کوربه لوبډلې ته سیالۍ وبایللې.

د دغه ناکامه سفر وروسته د لوبډلې ناکامۍ مسؤلین د لوبډلې مدیریت یا «روزونکي» وبالل شول، د پاکستان کرکټ بورډ «پي سي بي» په یوه غونډه کې د مشر روزونکي او توپ اچونې روزونکي د لرې کېدو غوښتنه وکړه.

په غونډه کې کمیټې پرېکړه وکړه چې که چیرې د لوبډلې مدیریت د سویلي افریقا د کور لړۍ کې لوبډلې ته وده «پرمختګ» ورکړي دوی به وکولی شي تړون ته دوام ورکړي، که نه نو دوی باید د ملي لوبډلې سره دنده د لاسه ورکړي.

که څه هم پاکستانۍ لوبډلې په کوربتوب او د سویلي افریقا خلاف او بیا د سویلي افریقا په کوربتوب د همدغه هېواد خلاف ښې سیالۍ ترسره کړې چې ټیسټ او یو ورځنۍ لوبې یې ترې وکټلې، خو داسې راپورونه ورکړل شوي دي چې پاکستان مرمټ بورډ د موجوده ټیم مدیریت څخه خوښ نه ښکاري.

د مالوماتو له مخې چې پاکستان کرکټ بورډ باور لري چې اوسني ټیم مدیریت د شل اوریزه نړیوال جام لپاره مناسب نه دی.

د پاکستان کرکټ بورډ ویلي دي چې اوسنی مدیریت باید د انګلستان خلاف سیریز «لړۍ» کې ځان ثابت کړي ترڅو د شل اوریزه نړیوال جام کې د ملي لوبډلې برخه شي.

پاکستان کرکټ بورډ زیاتوي چې که چیرې اوسني روزونکي د انګلستان خلاف سیریز کې ناکامه شول نو بیا بورډ اړ دی چې د شل اوریزه نړیوال جام لپاره روزونکي بدل کړي.

باید ووایو چې د پاکستان پخوانی توپ وهونکی مصباح الحق او توپ اچونکی وقار یونس اوس مهال د پاکستانۍ لوبډلې سره د مشر او توپ اچونې روزنکي پع حیث باندې کار کوي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې