نړیوال کریکټ

پاکستان ویسټ انډیز ته سفر کوي چې ټیسټ لوبه یې په شل اوریزه سیالۍ تبدبدله کړې.

ټاکل شوې ده چې روان ۲۰۲۱م کال کې پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډله د دوه ټیسټ او پنځو شل اوریزه سیالۍ په موخه ویسټ انډیز ته سفر وکړي، د پاکستان کرکټ بورډ د جمعې په ورځ وویل چې یوه ټیسټ لوبه یې لغوه کړه چې پرځای به یې دوه شل اوریزه سیالۍ اضافه ترسره کړي.

د پاکستان کرکټ بورډ اجراییوي مشر «وسیم خان» وویل چې د کرکټ ویسټ انډیز سره تر سلا مشورو وروسته به پاکستان اوس د جولای له ۲۱ مې نېټې څخه د اګست تر ۲۴ مې نېټې پورې په کرابین «ویسټ انډیز» کې دوه ټیسټ او پنځه شل اوریزه نړیوالې سیالۍ ترسره کړي.

د پاکستان کرکټ په وینا که څه هم د ویسټ انډیز سره د درې شل اوریزه او دوه ټیسټ سیالیو موفقه شوې وه، خو راتلونکي نړیوال جام ته د ښه تیاري په موخه د دواړو کرکټ بورډونو ترمنځ له سلا مشورو وروسته یوه ټیسټ لوبه لغوه شوه چې پرځای به یې دوه ټیست او پنځه شل اوریزه سیالۍ ترسره شي.

باید ووایو چې روان کال د پاکستانۍ لوبډلې دپاره مصروف او له بریا ډک کال دی چې د سویلي او افریقا او زمبابوې کمیاب سفر وروسته به روان کال انګلستان او ویسټ انډیز ته هم سفرونو وکړي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې